چارواکي وايي، په ایران کې له ایسار پاتې پاکستانیانو څخه ۱۰۷ نور کسان خوندي اسلام اباد ته رسول شوي دي.
د پاکستان د ملي هوايي کرښې (پي ای اې) ویاند رحیم داد خان د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې په همدې ورځ سهار وختي دا کسان د ترکمنستان له لارې اسلام اباد ته رسول شوي دی. نوموړی وايي، دا چې د جنګ له وجې له ایرانه په هوايي لاره د دغو کسانو ویستل ناشوني وو نو ځکه دوی اول د ځمکې له لارې د ترکمنستان عشق اباد ښار ته ولاړل او بیا له هغه ځایه د پاکستان په پي ای اې الوتکه کې اسلام اباد ته ورسول شول.
رحیم داد خان مشال راډیو ته وویل: "په ایران او ترکمنستان کې زموږ ماموریتونو د دې پروسې په اسانتیا کې مهم رول ولوباوه. په ایران کې بند پاتې مسافر اکثره لنډمهاله سیلانیان، مذهبي زیارت کوونکي او کارګران وو چې د توغنديو د حملو په پایله کې بند پاتې وو."
پاکستان تر دې وړاندې د جون پر ۱۶مه په دوو الوتنو کې کې له عراق نه ۲۶۸ او له ایرانه ۴۵۰ پاکستانیان هېواد ته یې واپس کړي ول.
که څه هم په ایران کې د پاتې نورو پاکستانیانو په اړه رسمي ارقام نه دي خپاره شوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه خپرپاڼه کې ويلي دي چې که وضعیت نور هم خراب شي نو د نورو کسانو د ایستلو بندوبست به وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د هغوی ډېپلوماټیک ماموریتونه له ایرانیو چارواکو سره له نږدې په تماس کې دي ترڅو د ټولو پاکستاني اتباعو خوندیتوب ډاډمن کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۱۶مه ویلي وو چې پاکستان له ایرانه د خپلو ډېپلوماټانو او کارمندانو د کورنیو او همدارنګه د ځینو غیر ضروري کارمندانو ایستل پیل کړي دي خو په تهران کې د پاکستان سفارت او قونسلګرۍ به فعالې پاتې شي.
د یادولو وړ ده چې د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییلو له برید او په تعقیب یې د ایران د ځوابي بریدونو نه پس په تهران، اصفهان او نورو ښارونو کې امنیتي وضع نارامه ده او د ځايي خلکو ترڅنګ بهرنیان هم هڅه کوي چې ځانونه خوندي سیمو ته وباسي.