د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او ایران ترمینځ د جنګ شپږمه ورځ ده


د اسراییلو د نتانیا ښار د پاسه د راکټو توغندي د تېرېدو په حال مې لیدل کېږي - انځور جون ۱۷، کال ۲۰۲۵ز
د اسراییلو د نتانیا ښار د پاسه د راکټو توغندي د تېرېدو په حال مې لیدل کېږي - انځور جون ۱۷، کال ۲۰۲۵ز

په داسې حال کې چې د ایران او اسراییلو ترمینځ جګړه شپږمې ورځې ته غځېدلې، دواړه لوري پر یوبل هوايي بریدونه کوي چې په ترڅ کې یې مرګژوبله هم مخې ته راغلې ده.

راپورونه وايي، د جون د ۱۷مې او ۱۸ نېټې په منځنۍ شپه ایران د اسراییلو په تل ابیب ښار توغندي ورولي دي او اسراییلو بیا د ایران د تهران تر څنګ پر اصفهان ښار هم بریدونه پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ایران غږ کړی دی چې بې له څه شرطه دې تسلیم شي خو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي ویلې دي چې ایران به د اسراییلو پر ضد انتقامي بریدونو ته دوام ورکوي.

ټرمپ تر دې وړاندې د جون پر ۱۶مه پر ایرانیانو غږ کړی وو چې په سملاسي توګه دې له تهرانه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تر دې وړاندې واضحه کړې وه چې د اسراییلو او ایران ترمینځ په جګړه کې به امریکا ښکېله نه کړي.

له ایرانه خلک ګاونډي ارمینیا ته پر لاره دي.
له ایرانه خلک ګاونډي ارمینیا ته پر لاره دي.

تازه راپورونه وايي د جون پر ۱۸مه زیات شمېر ایرانیان د اسراییلو د بریدونو له وېرې تهران او ورڅېرمه نور ښارونه پرېږدي او هڅه کوي ګاونډي هېواد ارمینیا ته ځانونه ورسوي. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، له ایرانیو ښارونو په بیړه د خلکو وتو په سړکونو لوی بیروبار جوړ کړی دی او خلک د پیټرولو او ډیزلو له کمبوته سر ټکوي.

ایران شمال لوري ته له ازربایجان، ترکیې او ارمینیا سره ګډې پولې لري. له ایرانه خلک د ارمینیا اګارک کلي ته اوړي. اګارک د ارمینیا یو وړوکی کلی دی چې د هغه هېواد د ۲۰۲۲ز کال د سرشمېرنې له مخې د اوسېدونکو شمېر یې ۳۲۱۰ تنه دی.

اګارک ته رسېدلي ایرانیان وايي ځکه یې له تهرانه ځانونه وویستل چې د اسراییلو بریدونه هېڅ د تم کېدو نوم نه اخلي. د امیر نیکي په نوم یو ایراني د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (راډیو فردا) ته د جون پر ۱۸مه وویل: "یو ښار هم خوندي نه دی ځکه چې په هر ځای کې پوځیان، انقلابي ځواکونه او وسلې تر سترګو کېږي."

نوموړی وايي له اصفهانه د ارمینیا تر اګارک سرحدي کلي پورې رسېدل اسانه نه دي ځکه چې ۱۱۰۰ کیلومیټره واټن جوړېږي او لویې لارې له ترافیکو ډکې دي.

اسرایلیانو د ایران د بریدونو له وېرې د ځمکې لاندې په میټرو کې پناه اخیستې ده.
اسرایلیانو د ایران د بریدونو له وېرې د ځمکې لاندې په میټرو کې پناه اخیستې ده.

اسراییل او د هغوی لویدیځ ایتلافیان پر ایران تورونه لګوي چې د ایټمي وسلو د جوړولو هڅه کوي خو ایران دا تورونه تل رد کړي دي او ویلي یې دي چې د هغوی ایټمي پروګرام د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی.

اسراییلو د جون پر ۱۳مه په تهران هوايي بریدونه پیل کړل چې په تعقیب یې ایران هم د اسراییلو تل ابیب، بیت المقدس او حیفه ښارونه په پرله پسې توګه په نخښه کړي دی.

د ایران او اسراییلو ترمینځ روانې جګړې دواړو غاړو ته مرګژوبله اړولې ده او په پراخه کچه ویجاړی یې هم رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG