ولسمشر ټرمپ خبريالانو ته وويل چې د هند وزيراعظم نريندرا مودي ترې په وروستئ کتنه کې وغوښتل چېد کشمير په مسله کې د پاکستان او هند ترمنځ منځګړتوب وکړي. عمران خان د دې هرکلی وکړ او وې ويل چې د امريکا منځګړتوب به ډېر موثره وي.
عمران خانه زياته کړه: ((امريکا يو طاقتوره هېواد دی. د دې مسلې په ختمولو کې مرسته کولی شي. ولسمشره، که ته داسې وکړي د ميليونونو خلکو دعا به واخلي.))
خو تر دې لږه شېبه وروسته د هند بهرنيوو چارو وزارت پر ټويټر پاڼه وليکل چې وزيراعظم يې داسې هيڅ غوښتنه نه ده کړې. د دې وزارت وياند، روېش کمار زياته کړه چې د پاکستان سره ټولې مسلې له پولې آغاړه ترهګرۍ فعاليتونو ودرولو سره تړلي دي او په دوه اړخيز ډول حلول غواړي.
د يادونې ده چې پاکستان د هند تر ادارې لاندې کشمير کې د وسله والې مبارزې ملاتړی دی او دا د کشميريانو د ازادۍ لپاره پر حقه جګړه بولي خو هند وايي کشمير یې خاوره ده او پاکستان پکې ترهګر پالي.