محمد رشید خان: پاکستان کې "غیر جمهوري قوتونه" ولسواکي پیاوړې کېدو ته نه پرېږدي
په پاکستان کې د خلکو په رایو جوړ شوي حکومتونه اکثر خپله اییني موده نه پوره کوي او په څه نا څه وجه ماتېږي. په ۱۹۸۸ز کال کې د الوتکې په پېښه کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق تر مړینې وروسته په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې چې پیپلز ګوند وګټلې او بېنظیر بوټو وزیراعظمه شوه. د جمهوریت پلویان هیله من ول چې له دې سره به په پاکستان کې ولسواکي پیاوړې شي، خو پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان د بوټو حکومت ړنګ کړ او په ۱۹۹۰ز کال کې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د نواز شریف حکومت جوړ شو. تر هغې وروسته یا منتخب حکومتونه ړنګ شوي او یا یې هم وزیراعظمانو خپله ټاکلې پینځه کلنه موده نه ده پوره کړې. د قانوني چارو پوه او په ملاکنډ کې د پیپلز ګوند سیاستوال محمد رشید خان وايي، په پاکستان کې ناجمهوري قوتونه ولسواکي او ډېموکراټیک ارزښتونه پیاوړي کېدو ته نه پرېږدي. دی وايي، په تېرو لسیزو کې لویو ګوندونو هم تېروتنې کړې دي. دی زیاتوي، تر هغو چې د ولس د ووټ یا رایې درناوی نه وي شوی، د پاکستان جمهوریت نه شي طاقتور کېدای. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.