د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې ۶ مزدوران وژل شوي دي


په سمنګان ولایت کې یوشمېر مزدوران د سکرو په کان کې ناست دي - انځور له ارشیفه.
په سمنګان ولایت کې یوشمېر مزدوران د سکرو په کان کې ناست دي - انځور له ارشیفه.

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې شپږ کارکوونکي وژل شوي او ۱۸ ژوبل دي.

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګي چارو رییس سید مصطفا هاشمي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پېښه د جولای پر ۲۲مه شوې ده.

دی وايي، ژوبل کان کیندونکي یې روغتون ته لېږدولي دي.

د افغانستان په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې قوانین پوره نه عملي کېږي او کارکوونکي هم د خوندیتوب تجهیزات نه لري چې له وجې یې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي.

د تېر کال په ډېسېمبر کې په سمنګان ولایت کې ۲۲ کارکوونکي په کان کې بند پاتې شوي ول چې چارواکو ټول ژغورلي ول.

د افغانستان تر څنګ د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.

سږ کال په مارچ کې د خیبر پښتونخوا په کرک کې د مالګې کان نړېدو په پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي ول. تر دې مخکې، په جنورۍ کې د بلوچستان له مرکز کوټې سره نېږدې په سنجیدي سیمه کې د کویلې په کان کې د ګیس چاودنې ۱۲ مزدوران وژلي ول.

د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په لومړيو دوو اونيو کې په هغه هېواد کې د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې ۲۰ کان کيندونکي ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

د اتحاديې په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول چې ورڅخه یې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG