د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې د قیمتي ډبرو په کان کې چاودنې ۸ مزدوران وژلي دي


د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د یوشمېر قیمتي ډبرو کانونه دي. دا په ننګرهار کې د زرغون کاڼي یا یشم د کان یو انځور دی چې د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۱۸مه اخیستل شوی.
د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د یوشمېر قیمتي ډبرو کانونه دي. دا په ننګرهار کې د زرغون کاڼي یا یشم د کان یو انځور دی چې د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۱۸مه اخیستل شوی.

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د نورستان ولایت په یو کان کې چاودنې اته مزدوران وژلي دي.

امنیه قوماندانۍ په بیان کې ویلي چې پېښه د اګست پر شپږمه سهار مهال د دواب ولسوالۍ د قیمتي ډبرو په یو کان کې شوې.

بیان وايي، مزدورانو په یو سرنګ کې بارود چمتو کول چې چاودنه وشوه.

امنیه قومندانۍ زیاته کړې چې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شوي هم دي چې روغتیايي مرکزونو ته یې لېږدولي دي. البته د ټپیانو کره شمېر او د هغوی روغتیايي وضعیت لا روښانه نه دی.

د افغانستان په مختلفو برخو کې په کانونو کې قوانین پوره نه عملي کېږي او کارکوونکي هم د خوندیتوب تجهیزات نه لري چې له وجې یې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي.

د جولای پر ۲۲مه په شمالي ولایت بغلان کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې شپږ کارکوونکي وژل شوي او ۱۸ ژوبل شوي ول.

د افغانستان تر څنګ د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.

د اګست پر درېیمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې دوه مزدوران ووژل شول.

د جولای پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په یو کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران ووژل شول.

د سکرو په کانونو کې اکثر طبیعي یا قدرتي ګیس (میتېن یا CH4) موندل کېږي. دا هم هغه ګیس دی چې په کورونو او کاروبارونو کې د سونتوکي په توګه کارېږي. میتېن کولای شي چې په هوا کې اکسیجن بې ځایه کړي. د دې له وجې په هوا کې اکسیجن کمېږي او د مرګ لامل کېدای شي.

له دې پرته هغه ګیس عموماً په بندو یا داسې ځایونو کې چې پکې د باد لګېدو لپاره کړکۍ یا دروازه نه وي کې جمع کېږي چې کله نا کله د چاودنې سبب کېږي.

په پاکستان کې د سکرو زیاتره کانکیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.

د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په لومړيو دوو اونيو کې په هغه هېواد کې د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې ۲۰ کان کيندونکي ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

د اتحاديې په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول چې ورڅخه یې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG