هغه وويل چې پر دوی د درغليوو مقدمې يو سازش دی. ((بيلکل احتساب پکار دی. سل فېصده دې وشي. خو نن چې احتساب اداره څه کوي، هغه احتساب نه دی بلکې د ملک د تباهۍ لاره ده. نواز شريف دوه سوه ځلې عدالت ته حاضر شوی دی. موږ د مشرف جېلونو هم تېر کړي او دا به هم تېر کړو. که د ملک مسلې پر دې حلېږي نو ما دې جېل ته کړي. حکومت خپل کار نه شي کولی خو په الزام لګولو کې مصروفه دي.))
احتساب ادارې د ډېسېمبر پر ۱۱مه مسلم لېګ (ن) يو بل مشر خواجه سعد رفيق او د هغه ورور د درغليوو په تور نيولي دي. هغه دا تورونه ردوي.
د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت چارواکي وايي چې احتساب اداره او عدالت خپلواکه دي او هيڅوک يې په کار کې مداخله نه کوي.
په همدې حال کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ګوند مشر اختر مينګل نن په قامي اسمبلۍ کې د وېنا په وخت وويل حکومت دې د هغو خلکو احتساب هم وکړي چې د جمهوريت پر ضدکارونو کوونکو کې ښکېل دي.
هغه د کومې ادارې نوم وانخيست خو وې ويل چې د سياستوالو تر څنګ دې هغه کسانو ته سزا ورکړل شي چې د حکومتونو په چپه کولو کې لاس لري.
نوموړي زياته کړه چې په پارليمان کې دې حکومت او اپوزېشن د يو بل د بې عزتي کولو پر ځای مسايل په ارامه حل کړي.