د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۲ نوې پېښې ثبت شوې دي


په لاهور کې د پولیو مخنیوي یوه مسووله یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي - د اپریل ۲۱مې انځور
په لاهور کې د پولیو مخنیوي یوه مسووله یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي - د اپریل ۲۱مې انځور

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د اګست پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په ټانک او شمالي وزیرستان ضلعو کې د دوو ماشومانو د وینو په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۸مه هم د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان او د سیند په بدین ضلعو کې د دوو ماشومانو د وینو په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی وو.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۵، په سیند کې شپږ او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

ادارې په بیان کې ویلي، د پولیو د پېښو دوامداره ثبتېدل په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ماشومانو ته د لوی ګواښ ښکارندويي کوي چې پکې د واکسین کولو کچ کم دی.

اداره وايي، د سېپټېمبر له لومړۍ څخه تر اوومې پورې د پاکستان په ۹۹ ضلعو (ولسوالیو) او بیا د سېپټېمبر له نیمايي څخه د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې واکسیني کیمپېن ترسره کوي.

په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښې پر داسې مهال ثبت شوې دي چې حکومت سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ درې واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي او د پولیو مخنیوي ادارې په وینا، د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې پورې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرتو یوشمېر سیمو کې واکسیني کیمپېن وشو. تر دې وروسته د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ۱۲۳ سیمو کې اته ورځنی واکسیني کیمپېن وشو.

په همدې حال کې په افغانستان کې هم د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۴مې پورې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن ترسره شو.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې. د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG