عیني شاهدان او ولسي مشران دعوه کوي چې د خیبر په تیرا میدان کې امنیتي ځواکونو پر مظاهرچیانو ډزې کړې دي چې پکې د لومړنیو معلوماتو له مخې پینځه تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ ژوبل دي.
هغوی د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر وخت د سیمې لسګونه اوسېدونکو د جولای پر ۲۷مه د پوځیانو مرکزي دفتر (برېګېډ هېډکوارټر) مخې ته مظاهره کوله او له امنیتي ځواکونو یې غوښتل چې د مشکوکو وسلوالو پرضد دې په عملیاتو کې ولسي ابادۍ نه په نخښه کوي.
یو عیني شاهد مشال راډیو ته وویل چې مظاهرچیانو نعرې وهلې او د پوځي مرکز ساحې ته داخل شوي ول چې امنیتي سرتېرو هوايي ډزې وکړې.
دی وايي، له دې سره خلک نور وپارېدل او احتجاج په تاوتریخوالي بدل شو.
یوشمېر مظاهرچیانو له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې امنیتي سرتېرو ورباندې مستقیماً ډزې وکړې او ځینې کسان یې نیولي او په خپل مرکزي دفتر کې یې ساتلي دي.
دوی وايي، په ډزو کې درې تنه پر هم هغه ځای ووژل شول او له ژوبلو ۱۷ څخه یې دوو په روغتون کې سا ورکړه.
ناتایید شوي راپورونه وايي، مظاهرچیانو په سیمه کې د روغتیا یو لنډمهالی مرکز هم سوځولی دی.
پوځ، د خیبر انتظامیې او د خیبر پښتونخوا حکومت لا د مظاهرچیانو او ولسي مشرانو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
یو ولسي مشر البته مشال راډیو ته وویل چې د پوځي مرکز چارواکو د قومي مشرانو جرګه وربللې ده.
هلته د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې چارواکي مقصود عالم له مشال راډیو سره د وژل شویو پینځو کسانو نومونه شریک کړل او و یې ویل چې ژوبل کسان د باړې ډوګرې، د تیرا له پولې سره نېږدې د اورکزیو او د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلېکس روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه لا بشپړ معلومات نه شته.
دا پېښه پر داسې وخت شوې ده چې په تیرا کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې وخت په وخت د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتې کېږي چې پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
ځايي خلکو تر دې مخکې هم د ناامنۍ او په نښتو او عملیاتو کې د ولسي مرګژوبلې او مالي تاوانونو پرضد مظاهرې کړې دي.
د تیرا میدان اوسېدونکو د جولای پر ۲۳مه د مظاهرې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر مشر نور ولي مسید غږ وکړ چې خپل وسلوال دې له خلکو څخه د عشر په نوم له باج اخیستو وګرځوي او ولس دې نه ځوروي.
په همدې حال کې ځايي خلک وايي چې امنیتي چارواکو ورته د وسلوالو پرضد د "موثره" عملیاتو لپاره د خپلو کورونو پرېښودو امر کړی دی.
تر اوسه په سیمه کې د ممکنه عملیاتو نېټه معلومه نه ده خو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اېم) وايي، د خیبر د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) په امر یې له تیرا څخه د خلکو د ایستلو تیاری پیل کړی دی. هغه اداره وايي چې د شاوخوا ۹۴،۰۰۰ کسانو د کډوالېدو امکان دی.
خو ځايي وګړي وايي، کورونه نه پرېږدي او سیاسي او مدني فعالانو د جولای پر ۱۱مه په باړه بازار کې د "تیرا امن جلسې" په نوم په غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د عملیاتو پر ځای دې د امنیت لپاره متبادله لاره ولټوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پولیسو د جولای پر ۲۵مه د سوات په بريکوټ کې د عملیاتو پر مهال د درې مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.