ملګري ملتونه وايي له ایران او پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنول له نړېوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو له ایران او پاکستان څخه د افغان وګړو د جبري ایستلو لړۍ په کلکه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دا عمل شړل شوي کسان له جدي خطرونو سره مخ کوي.
د ۲۰۲۵ز کال د جولای پر ۱۸مه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د روان کال له پیله تر دې دمه له ایران او پاکستانه څه کم دوه مېلیونه افغانان افغانستان ته جبري استول شوي دي. د راپور له مخې، تر یو نیم مېلیون زیات کسان له ایران څخه شړل شوي چې یوازې د جون له ۲۴مې وروسته یې شمېر ۴۱۰ زره ته رسېږي او له پاکستانه هم تر ۳۰۰،۰۰۰ زیات افغانان بېرته افغانستان استول شوي دي. په شړل شویو کسانو کې زرګونه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې اکثرو شړل شویو کسانو ته د پناه غوښتنې منصفانه بهیر ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې او په کوربه هېوادونو کې دوی له تبعیض، قید او بند لو له ناوړه چلند سره لاس او ګرېوان ول.
یاده ګډه اعلامیه د ملګرو ملتونو څلورو ځانګړو راپور ورکوونکیو خپره کړې چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنېټ، د ایران لپاره استازی مای ساتو، د مهاجرت د چارو لپاره جهاد ماضي او د کورنيو بې ځایه شویو لپاره پاولا ګاویریا بېتانکور شامل دي.
دوی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تر چتر لاندې خپلواکه ماموریت ترسره کوي.
تر دې وړاندې د نجونو د تعلیم او ځواکمنتیا لپاره کارکوونکي ملاله فنډ یا صندوق هم پر نړیوالې ټولنې ټینګار کړی وو چې ایران دې د افغانانو د جبري او ډله ییزو ایستو بهیر درولو ته اړ کړي.
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د جولای پر ۱۶مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو، تهران، چې غواړي شاوخوا څلور مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي، په تېرو اونیو کې سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي.
خو بل پلو تهران ټینګار کوي چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی. تهران په بیا بیا ویلي چې ټول افغانان په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
داراز، پاکستان هم له سږني اپرېله د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند له ایرانه غوښتي دي چې افغانان دې په درناوي او پړاوونو کې هېواد ته ستانه کړي.