د لاسرسي ځای

تازه خبر

 امیر خان متقي وايي له ایرانه "په ډېر شدت" د افغانانو ایستل "ځوروونکی" عمل دی


امیر خان متقي په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
امیر خان متقي په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، له ایرانه د افغانانو ستنولو پر بهیر انتقاد کړی دی او ویلي دي چې هغوی په "ډېر شدت" ایستل کېږي او "په داسې حالت کې چې امادګي موجوده نه وي،" دا عمل خورا "ځوروونکی" دی.

نوموړي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د ډېپلوماسۍ له انسټېټیوټه د ډېپلوماټانو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، د طالبانو حکومت په بیا بیا د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو غوښتي دي چې افغانان دې "په تدریج" هېواد ته ستانه کړي، خو داسې و نه شول.

متقي زیاته کړه، افغانانو "نورو هېوادونو ته له مجبورۍ" ورغلي دي او خپل هېواد ته به ستنېږي، خو دا کار باید "په بې عزت شکل" و نه شي.

تهران لا د متقي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ولي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او زیاتوي چې هغوی په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.

له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شوي دي او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.

له ایران پرته پاکستان هم له سږني اپرېله د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو ویلي، له ایران او پاکستانه په جبري ډول د افغانانو خپل هېواد ته لېږدول د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

هغوی د جولای پر ۱۸مه په اعلامیه کې ویلي، له دواړو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ په کلکه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دا عمل ځینې کسان له جدي خطرونو سره مخامخوي.

هغوی وايي، د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه څه کم دوه مېلیونه افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي چې پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې د نجونو د تعلیم او ځواکمنتیا لپاره کارکوونکي ملاله فنډ یا صندوق هم پر نړیوالې ټولنې ټینګار کړی وو چې ایران دې د افغانانو د جبري او ډله ییزو ایستو بهیر درولو ته اړ کړي.

د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د جولای پر ۱۶مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو، تهران، چې غواړي شاوخوا څلور مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي، په تېرو اونیو کې سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.


XS
SM
MD
LG