د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچ "۱۰ اربه ډالرو" ته پر لوړولو سلا شوي دي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف (ښي لوري ته) په اسلام اباد کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې کوي - د اګست درېیمې انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف (ښي لوري ته) په اسلام اباد کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې کوي - د اګست درېیمې انځور.

پاکستان او ایران په راتلونکو کلونو کې د کلنۍ دوه اړخیزه سوداګرۍ کچ "۱۰ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو" ته پر رسولو او د "دفاعي همکارۍ" پر لا پیاوړي کولو سلا شوي دي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د دواړو هېوادونو مشرانو یو لړ داسې اسناد لاسلیک کړل چې په موافقو یې بدل کړي او د ۱۰ اربه ډالرو سوداګرۍ هدف ترلاسه کړای شي.

ده وویل، په دې اړه به د اسلام اباد او تهران پلاوي تفصیلي خبرو ته دوام ورکړي.

اژانس وايي، اوسمهال د دواړو لوریو ترمینځ هر کال د شاوخوا درې اربه ډالرو سوداګري کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼو په ګډون یوشمېر رسنیو ویلي، د اګست پر درېیمه د سوداګرۍ چارو وزیر جام کمال د ایران د سوداګرۍ، کانونو او صنایعو چارو له وزیر سید محمد اتابک له وزیر سره ولیدل او دواړه مشران د تجارت پر زیاتولو موافقه وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په بیان کې دا هوکړه د "ستراتیژیکې اقتصادي ملګرتیا د نوي پړاو" په نوم یاده کړې او د کمال له خولې زیاتوي چې په "راتلونکو کلونو کې" د دواړو هېوادونو ترمینځ کلنۍ سوداګري "په اسانۍ له پینځه څخه تر اته اربه ډالرو" سطحې ته لوړېدای شي.

ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان د اګست پر دویمه له یو لوړپوړي پلاوي سره یوځای په دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.

تر نوموړي مخکې د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي هم د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې په اسلام اباد کې له وزیراعظم شهباز شریف سره د لیدو پر مهال ویلي ول چې دواړو خواوو ۱۰ اربه ډالرو ته د دوه اړخیزه سوداګرۍ سطحې پر لوړولو موافقه کړې ده. د هغه سفر پر مهال دواړه خواوې د توانایۍ (انرژۍ) او د ولسونو ترمینځ د راشه درشه پر زیاتولو هم سلا شوې وې.

دولتي خبري اژانس وايي، د پاکستان او ایران چارواکو د اګست پر درېیمه د ساینس، ټېکنالوژۍ او نوښت، معلوماتي ټېکنالوژۍ، کلتور (فرهنګ)، تعلیم، د ځوانانو چارو، روغتیا او بحري امنیت په ګډون په ۱۲ څانګو کې موافقې او مفاهمتلیکونه لاسلیک کړل.

په همدې حال کې د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د ایران د دفاع وزیر برید جنرال عزیز ناصرزاده د اګست پر درېیمه له خپل پاکستاني سیال خواجه محمد اصف سره د لیدو پر مهال "د دفاعي همکارۍ د لا پیاوړي کولو پرېکړه" وکړه.

راډیو وايي، دواړو چارواکو "سیمه ییزې سولې او ثبات" ته خپله ژمنتیا تکرار کړه.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره ولیدل او د "ګډو ګټو" پر بنسټ یې د همکاریو د زیاتولو هوډ وښود.

پزشکیان د اګست پر دویمه لاهور ته تر رسېدو وروسته د واکمن مسلم لیګ (ن) له رهبر او پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف او د پنجاب له اعلاوزیرې مریم نواز سره ولیدل او بیا اسلام اباد ته ولاړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر لومړۍ په بیان کې هیله ښوولې وه چې د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان "لومړی سفر" به د دواړو خواوو ترمینځ "د ورورګلوۍ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي."

البته د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.

تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.

پزشکیان پر داسې مهال پاکستان ته تللی چې امریکا په جولای کې د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې مخکې اسراییلو په جون کې د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.

د ایران پارلېمان د جون پر ۲۵مه د تهران او تل ابیب ترمینځ تر اوربند یوه ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو ځنډولو مسوده منظوره کړې وه.

XS
SM
MD
LG