د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډيورنډ کرښه پراته پښتانه وايي جګړه کې دواړو خواوو ته دوی مري


پر ډيورنډ کرښه پراته پښتانه وايي جګړه کې دواړو خواوو ته دوی مري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:55 0:00

د چمن او سپين بولدک خلکو له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپلمنځي شخړه دې د خبرو له لارې هواره کړي. دوی وايي چې کله هم د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو ترمینځ جګړه وشي، تاوان یې د چمن او سپین بولدک ولسي خلکو ته رسېږي ځکه چې دوی د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته نږدې پراته دي. د دواړو خواوو د خلکو دا څرګندونې پر داسې مهال مخې ته راغلې دي چې د ترکیې په استنبول کې د نومبر پر شپږمه او اوومه د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استازو ترمینځ خبرې بې له څه نتیجې پای ته ورسېدې. نور حال د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ په دې راپور کې وګورئ.

XS
SM
MD
LG