د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه افغانستان ته د تازه ستنو شویو کډوالو حالت د اندېښني وړ بولي


پاکستان او ایران د افغان کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی دی. (انځور: ارشیف)
پاکستان او ایران د افغان کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی دی. (انځور: ارشیف)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ وايي، په زور خپل هېواد ته په ستانه کړل شویو افغان کډوالو کې زیاتره یې له مناسبې مرستې او سرپناه بې برخې دي.

دا خبره د یادې ادارې مشر فیلیپو ګرانډي د نومبر پر اوومه پر اېکس پاڼه خپره کړې هغه وینا کې کړې ده چې نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې غونډې ته کړې وه.

هغه ټینګار وکړ چې دغه کډوال بېرته داسې چاپېریال ته ستنېږي چې "په کې د بشري حقونو سرغړونې او توپیري چلند، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، په پراخه کچه روان دی."

خو هغه هیله څرګنده کړه چې راروانه میاشت د طالبانو، ایران، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ څلور اړخیزه غونډه کې به په دې ستونزو بحث وشي. خو نوموړي د غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

شاکر: پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې بې سارې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:12 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او بېرته افغانستان ته ستنېدل هم ورته له ستونزو ډک دي.

په پاکستان کې اوسېدونکې یوه افغان کډواله ارزو احمدزۍ وايي، "دا رښتیا هم پر موږ یو ښکاره ظلم دی، موږ څه وکړو او چېرې ولاړ شو؟ که افغانستان ته ولاړ شو هلته هم ځای نه لرو، ډېری کسان دي چې په افغانستان کې هم سرپناه نه لري. موږ چېرې ولاړ شو؟"

په ایران کې هم یوې افغان کډوالې د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې افغانستان ته ځکه بېرته نه شي ستنېدای، چې هلته د دې په خبره "د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو بې‌ برخې دي."

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې څه باندې یو مېلیون افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.

پاکستان د اګست په پیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. تر دې وروسته حکومت د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.

داراز، له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

د اکتوبر پر ۲۹مه د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (اې اېم اېس او) د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو پر وړاندې د فشارونو او ګواښونه د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له نړیوالې ټولنې څخه یې د بیړني اقدام غوښتنه کړې وه.

سازمان په یو پرانیستي لیک کې ویلي ول چې پاکستان د ډېریو افغان خبریالانو د ویزو له غځولو ډډه کړې ده. هغه سازمان د افغان خبریالانو د ایستنې بهیر درولو او ورته د استوګنې د موقتي اسنادو ورکولو غوښتنې کړې وې.

د پاکستان حکومت د سازمان د اندېښنو او غوښتنو په اړه څه نه ول ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې د ټولو افغانانو هېواد ته لېږدولو ته ژمن دی.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لکونه افغانان پاکستان ته کډه شول او وايي، په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي. پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.

د طالبانو حکومت وايي، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي. په جولای کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG