د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو ایستل پیل کړي


افغانستان ته د تلونکو کډوالو کډې د تورخم پر لور روانې دي.
افغانستان ته د تلونکو کډوالو کډې د تورخم پر لور روانې دي.

په پاکستان د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته د پي او ار کارډ لرونکو افغان کډوال اېستل پیل کړل چې هغوی ته ورکړل شوی وخت د اګست پر ۳۱مه پای ته ورسېدی.

د پاکستان له بېلا بېلو سیمو افغان کډوال لومړی د خیبر قبایلي ضلعې په مرکز لواړګې یا لنډي کوتل کې جوړ موقتي کیمپ ته ورځي او بیا هلته تر رجسټریشن او تالاشۍ وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول کیږي.

په لنډی کوتل کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ځينې افغان کډوالو مشال راډیو ته وویل چې ګاډي یې په اوږدو قطارونو کې درول شوي او د ټریفک جام کیدو له وجې له سخت کړاو سره مخ دي.

یو افغان کډوال خان محمد وویل، "له ټیکسلا څخه لنډي کوتل ته راورسیدو دلته اوس په ټریفک جام کې راګیر یو، موږ سره په ګاډو کې د سامانونو د پاسه ښځې ماشومان او سپین ږیري ناست دي سخته ګرمي ده د چښاک اوبو ډوډۍ او د اودس او لمونځ سهولت هم راته نشته."

ده وویل چې حکومت له پکار دي چې د ټریفک ستونزه دې هواره کړي او نیغ په نیغه تورخم ته د تلو اجازه دې ورکړې.

د سردار ولي په نامه یو بل کډوال وايي، "له حسن ابداله راغلو لوګر ته روان یو دلته د خیبر درې په لار د ایکسپورټ او ټرانزټ مالونو ډک ګاډي هم ولاړ دي او موږ هم پکې رایسار یو."

افغانستان ته د تلونکي ټرانزیټ مالونو لارۍ
افغانستان ته د تلونکي ټرانزیټ مالونو لارۍ

د ده په وینا، په پکار دی چې زر تر زره افغانستان ته واړول شي او د لاریو په کرایو کې هم ورسره مرسته وشي.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري. پاکستان بیا وايي چې د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي.

پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.

د طالبانو حکومت وايي، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

په وروستیو کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.

له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شول او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو تهران دا تور ردوي او وايي، افغانان په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG