شاکر: پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې بې سارې دي
په پېښور کې د طالبانو د حکومت قونسل جنرل محب الله شاکر وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې بې ساري دي. نوموړي د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د کډوالو په زوره د ستنېدو پر مهال هغوی په ورځو او ان په اونيو کې په لارو کې تر شنه اسمان لاندې ايسار وي او د ژوند هيڅ اسانتيا او سرپناه نه لري. نوموړي زياته کړه چې په دې اړه يې د پاکستان له حکومت سره له بېلا بېلو لارو تماس نيولی خو هغوی يې غوښتنو ته مثبت غبرګون نه دی ښوولی. شاکر وويل چې د پاکستان حکومت دې کډوال له کورونو په زور نه باسي، او که يې وباسي نو بيا دې لارې ورته خلاصې کړي چې په اسانه خپل هېواد ته ورسېږي. بشپړ مرکه
 
 
 
