د پنجاب حکومت د هغو کسانو خلاف د سختې کاروايي اعلان کړی دی چې اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو ته سرپناه، د کرایې کورونه او یا هم نورې اسانتياوې ورکوي.
د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز د اکتوبر پر ۲۸مه په لاهور کې د امنیت په اړه د یوې غونډې د مشرۍ پر مهال پولیسو ته لارښوونه وکړه چې د هغو کسانو خلاف سمدستي کاروايي وکړي چې خپل کورونه، دوکانونه، کارخانې، هوټلونه یا د تېلو پمپونه اسنادو نه لرونکو کسانو ته په کرایه ورکوي.
هغې زياته کړه چې دا ډول ټول فعالیتونه باید په جدي ډول وڅارل شي او راپور یې ورکړل شي.
نوموړې وویل چې د جوماتونو له لارې دې د اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د موندلو لپاره اعلانونه هم وشي.
د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او نورو صوبو کې مېشت افغان کډوال وايي، غواړي چې خپل هیواد ته ستانه شي خو هلته د روزګار او تعلیم ستونزې دي او طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.