پاکستان کې اوسېدونکی افغان هنرمندان د ستنېدو امر پرېشانه کړي دي
له کله نه چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي، د نورو ترڅنګ افغان هنرمندان یې هم پرېشانه کړي دی. دوی وايي، که له پاکستانه و ایستل شول او افغانستان ته ولاړل نو ژوند به یې بدمرغه شي ځکه چې هلته طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. په دغه ډله کې هغه ښځینه سندرغاړې او موسیقۍ غږوونکې هم شاملې دي چې نورو هېوادونو ته د تلو په انتظار په پاکستان کې په موقتي ډول شپې سبا کوي. د افغانو نجونو د موسیقۍ یوه ډله هم وايي چې د پولیسو د نیول کېدو له وېرې پرېشانه ده او کله یو او کله بل ځای پټېږي. د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.