د اسلام اباد په یو پارک کې افغان کډوالو احتجاجي کیمپ لګولی
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او په سېپټېمبر میاشت کې د پاکستان حکومت د کډوالو جبري ستنول پیل کړي، د اسلام اباد په یو پارک کې افغان کډوالو احتجاجي کیمپ لګولی دی. په دوي کې ډېری یې هغه افغانان دي چې کوم درېیم هیواد ته د تلو په انتظار په پاکستان کې شپې اړوي. دوی وايي پاکستان اوس د هغوی وېزې هم نه تمدیدوي چې ورته ستونزې جوړې شوې دي. په احتجاج کې ناست کسان وايي، که افغانستان ته واستول شول نو ژوند به یې له ګواښ سره مخامخ شي. د مشال راډیو خبریالانو د دغو کډوالو په مشکلاتو راپور جوړ کړی دی.