د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پر یو کور د ډرون برید په نتیجه کې څلور کسان ژوبل شوي دي.
د باجوړ پولیسو په یو بیان کې ویلي دي چې نن (د اکتوبر پر ۲۳مه) مازیګر مهال په ډمه ډوله سیمه کې د یو ځايي تن پر کور شوي ډرون برید کې یوه ښځه او درې ماشومان ژوبل شول.
پولیسو ویلي چې په باجوړ کې وړاندې هم د پوځي عملیاتو پر مهال د عامو خلکو پر کورونو ډرون بريدونه شوي او د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) پرېوتي یا ځمکلاندې بمونه ورباندې چاودېدلي چې په ترڅ کې يې دا ډول پېښې شوې دي.
د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي دي، چې د هدفي عملياتو پر مهال به د ولسي وګړو خونديتوب ته پام کوي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۰مه هم د خيبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې پر یو شمېر کورونو د هاوان مرميو (مارټر ګولو) لګېدو په نتیجه کې درې تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي ول.
تر هغې پېښې سمدستي وروسته د وژل شويو کسانو خپلوانو او سیاسي او مدني فعالانو د باجوړ خار روغتون مخې ته احتجاج وکړ او له حکومته یې د انصاف غوښتنه کوله.
وروسته د خار مرستيال انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) صادق علي خان له احتجاج کوونکو سره مذاکرات وکړل او ويې ویل چې د پېښې پلټنې روانې دي او ریاستي ادارې او انتظامیه د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
په خیبرپښتونخوا او په ځانګړې ډول په قبایلي ضلعو کې پر کورونو د هاوان مرميو او ډرون بريدونو پېښې وړاندې هم شوې دي چې پکې عام خلک وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
د اګست پر ۲۸مه د باجوړ په نښتر کلي کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې يو کس ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.