د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېنټ په افغانستان کې د اعدامونو د "سمدستي" درېدو غوښتنه کړې ده


ريچرډ بېنټ په افغانستان کې په جګړو کې د ولسي وګړو د خونديتوب په اړه خبري غونډه کوي ـ انځور له ارشيفه
ريچرډ بېنټ په افغانستان کې په جګړو کې د ولسي وګړو د خونديتوب په اړه خبري غونډه کوي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچرډ بېنټ وايي، طالبان په عام محضر کې له اعدامونو د خلکو د وېرولو او کنټرولولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

بېنټ د اکتوبر پر ۲۲مه په يوه بيان کې د افغانستان په بادغیس ولایت کې د طالبانو له لوري د یو تن وروستي اعدام ته په اشاره په عام محضر کې بدني سزاګانې یوځل بیا په کلکه وغندلې.

په بیان کې ویل شوي چې اعدام په هر حالت کې "د اندېښنې وړ" دی، خو کله چې دا د طالبانو د عدالتي نظام په چوکاټ کې، چې د ده په خبره "خپلواک نه دی او قانوني پروسه یې عادلانه نه ده"، ترسره کېږي نو دا "ډېر خطرناک" دی.

بېنټ د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې "په سمدستي توګه" دې ټول اعدامونه ودروي.

طالبانو د اکتوبر پر ۱۶مه اعلان وکړ چې په بادغیس ولایت کې یې د "قتل" په تور یو سړی اعدام کړی دی.

د طالبانو ستر عدالت ادعا کړې وه چې په جوند ولسوالۍ کې د دوو اوسېدونکو په "وژنه" د تورن کس قضیه یې په ابتدايي، استیناف او ستر عدالت کې څېړل شوې او بیا یې وروستۍ پرېکړه صادره کړې ده.

خو تر دې مخکې د اعدام شویو کسانو یو شمېر کورنیو مشال راډیو ته ویلي ول چې تورنو کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له ځانه دفاع وکړي یا مدافع وکیل ونيسي.

تر دې وړاندې، د روان ۲۰۲۵ز کال په اپریل میاشت کې طالبانو په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

د طالبانو د حکومت ستر عدالت تر دې وړاندې په عام محضر يا ورزشي لوبغالو کې خلک "قصاص کړي" چې د طالبانو چارواکي او عام خلک ورته ولاړ وي.

قصاص په اسلامي فقه کې غچ اخیستو ته ویل کېږی. دا هغه سزا ده چې مرتکب ته د هغه له جرم سره برابره یا سمه ورکول کېږي. د بشري حقونو سازمانونو تل د هغو مقدمو او د سزا په عمل کې د شفافیت په اړه اندېښنې ښوولې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو پر ضد بللي دي.

نړیوالې ټولنې وخت په وخت د طالبانو پر یوشمېر حکومتي اقداماتو نیوکې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې محکمو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د قصاص او سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ‌خوا په عام محضر کې اعدامونه "بوږنوونکي" بللي ول.

طالبانو لا د ريچرډ بېنټ د وروستي بیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG