د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد يو لوړ پوړي پوليس افسر "ځان وژنه" کړې ده


د اسلام اباد پوليس افسر عدنان اکبر په خپل دفتر کې ناست دی ـ انځور له ارشيفه
د اسلام اباد پوليس افسر عدنان اکبر په خپل دفتر کې ناست دی ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې يو لوړپوړي پوليس افسر، عدنان اکبر، "ځان وژنه" کړې ده.

د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي، چې نه ېې غوښتل نوم يې خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې اېس پي عديل اکبر نن (د اکتوبر پر ۲۳مه) د سرينا هوټل مخې ته په دنده بوخت وو چې ناڅاپه يې له خپل ساتونکي څخه ټوپک واخيست او ځان يې وويشت.

ياد چارواکي زياته کړه چې پوليس ساتونکو او نورو همکارانو هغه د اسلام اباد پمز روغتون ته ورساوه، خو هلته ته تر رسېدو وړاندې لا عديل اکبر ساه ورکړې وه.

چارواکي وويل چې په سمدستي توګه د دې پېښې د لامل په اړه څه ويل ګران دي.

د اسلام اباد پوليسو يو بل افسر جمشيد خان هم مشال راډيو ته د عديل اکبر د ځان وژنې پخلی وکړ او زياته يې کړه چې نه پوهېږي، هغه ولې داسې ګام پورته کړ.

تر دې پېښې لږ وړاندې د اسلام اباد پوليسو پر خپله اېکس پاڼه په خپور شوي بيان کې د عديل اکبر انځورونه خپاره کړي ول او ورسره ليکلي يې ول چې هغه د حاجي کيمپ دوره وکړه، هلته يې د امنيتي انتظاماتو جاج واخيست او پوليسانو ته يې د بيداره اوسېدو لارښوونه وکړه.

عديل اکبر په اسلام اباد کې د "انډسټريل اېريا" سيمې د سپرېنټېنډېنټ اف پوليس (ايس پي) په توګه کار کاوه.

هغه يوه مياشت وړاندې له بلوچستان څخه اسلام اباد ته تبديل شوی وو.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG