پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د خپل ګوند لخوا په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو (حزب اختلاف يا اپوزيشن) د مشر په توګه نومولی دی.
د پي ټي ای مخکښانو اسد قیصر، شهرام ترکي، ملک عامر ډوګر او پرنس نواز علي خان د اکتوبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا اعلان وکړ.
اسد قیصر حکومت ته په اشاره وويل، هيله لري چې د غیر جمهوري خنډونه له لارې به د اپوزیشن څوکۍ خالي نه پرېږدي. هغه محمود خان اڅکزی يو مشر او دروند سیاستوال یاد کړ.
محمود خان اڅکزی د پي ټی ای په ګډون د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد، تحریک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د اساسي قانون ساتنې غورځنګ مشر هم دی.
ملک عامر ډوګر خبري غونډې ته وويل چې د اپوزیشن د مشرۍ لپاره د کانديد په توګه يې د محمود خان اڅکزی د نومولو لپاره د قامي اسمبلۍ د ۷۷ غړیو لاسليکونه اخيستي دي. نوموړي زیاته کړه چې د اڅکزي نوم د جمهوریت د پايښت او ثبات لپاره ارزښت لري.
اسد قیصر وویل چې د قامي اسمبلۍ د اپوزيشن څوکۍ د حکومت مخالفه ګوندونو د پخواني مشر عمر ایوب تر نااهله کېدو وروسته خالي شوې وه.
نوموړي هيله وښووله چې سپیکر به هېواد ته له ستنېدو سره سم د اپوزيشن د څوکۍ ډکولو په اړه اعلاميه خپره کړي.