د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د منظور پشتین د نیولو امر کړی


د پي ټي ايم مشر منظور پشتین په جنوبي وزيرستان کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د پي ټي ايم مشر منظور پشتین په جنوبي وزيرستان کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور احمد پشتین د نیولو امر کړی دی.

د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي تنوير عباس سپرا دا امر عدالت ته د منظور پشتين د نه حاضريدو له امله کړی دی.

پې ټي ايم د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۱۸مه اسلام اباد ته څېرمه ترنول سيمه کې احتجاجي لاريون کړی وو.

د پي ټي اېم په وينا، هغه لاريون د ترهګرۍ، جبري لادرکيو او په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمو پر ضد شوی وو.

حکومت تر هغه لاريون وروسته د پې ټي اېم د مشرانو پر ضد مقدمې درج کړې او د هغه غورځنګ يو شمېر مخکښان يې په "ناقانونه توګه د خلکو راغونډولو او د رياست پر ضد د وينا کولو" په تور ونيول، خو پې ټي ايم هغه تورونه رد کړي ول.

د منظور پشتين پر ضد هم د ترنول په تاڼه کې مقدمه درج شوې وه چې په هغه کې د ترهګرۍ ضد قانون مادې هم شاملې وې.

د پشتين د نيولو د امر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د پي ټي اېم يو مخکښ او د قانوني چارو پوه عطا الله جان اېډوکېټ مشال راډيو ته وويل چې دا امر نن (د اکتوبر پر ۲۱مه) نه دی شوی، بلکې د هغه په وينا څو ورځې پخوانی دی.

نوموړي زياته کړه: "دا دومره لويه خبره نه ده. د يو عدالت لخوا داسې امر صادرېدل د معمول کار دی. کله چې د چا پر ضد مقدمه درج شي او هغه کس عدالت ته حاضر نه شي نو د هغه د نيولو امر صادرېږي."

د پې ټي ايم مشر منظور پشتين له تېرې څه مودې راهيسې په عام محضر کې نه ښکاره کېږي او له رسنيو سره هم خبرې نه کوي.

نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځله زنداني شوی چې په وروستي ځل د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اوومه خوشې کړل شو.

پښتين هغه مهال د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې لومړی د پنجاب د جهلم او بیا د جنورۍ له ۳۰مې راهیسې د اټک په زندان کې بندي وو.

تر هغه وړاندې، د بلوچستان پوليسو نوموړی د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د بلوچستان په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

پر منظور پښتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د اسلام اباد د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره.

تر هغه وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه. البته د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت د غورځنګ د بهرني تمویل په قضیه کې د پشتین د ضمانت درخواست منظور کړی وو.

د پاکستان پوليسو منظور پښتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی او پر هغه یې تور پورې کړی وو چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي، خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG