د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسراييلو او حماس د هوکړې هرکلی کړی


CYPRUS-CONFLICT/UN
CYPRUS-CONFLICT/UN

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د هغې هوکړې هرکلی کړی چې د غزې لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د طرحې پر لومړي پړاو اسراییلو او حماس دواړو موافقه کړې ده.

ګوتېرېش د اکتوبر پر نهمه پر اېکس پاڼه له ټولو اړخونو غوښتي چې په بشپړ ډول د دغې موافقې شرطونو ته ژمن پاتې شي. د ملګرملتونو سرمنشي همدارنګه ویلي چې "ټول یرغمل شوي کسان باید په باعزته توګه خوشې شي، یو دایمي اوربند باید تضمین شي، جګړه باید له یوې مخې د تل لپاره ودرول شي."

هغه ټینګار وکړ چې جګړه ځپلې غزې ته د بشري مرستو سمدستي بې ځنډه ننوتل باید ډاډمن شي.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د اکتوبر پر اتمه وویل چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په مصر کې د روانو خبرو په نتیجه کې اسراییل او حماس د ده د سولې د طرحې پر لومړي پړاو سلا کړې ده.

حماس تایید کړې ده چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له اسراییلو سره یوې موافقې ته رسیدلي دي. د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې نن (اکتبر نهمه) د کابینې غونډه ور غواړي چې پکې شوې موافقه تایید کړي.

XS
SM
MD
LG