د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اعلاوزير ايمل ولي خان ته د پوليس ساتونکو ورکولو ډاډ ورکړی


د خيبر پښتونخوا اعلاوزير ايمل ولي خان ته د پوليس ساتونکو ورکولو ډاډ ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ايمل ولي خان دعوه کړې ده چې د پاکستان مرکزې حکومت په امر له ده، د ده له پلار اسفند يار ولي خان او کورنۍ څخه دولتي امنيتي ساتونکي اخيستل شوي دي. نوموړي د اکتوبر پر څلورمه پر ټولنيزو شبکو په خپاره کړيو بيانونو کې ويلي دي چې که هغه يا د نوموړي کورنۍ ته څه ډول زيان ورسېد، نو د پاکستان رياست به يې ذمه وار وي. عوامي نيشنل ګوند ويلي دي چې حکومت دا اقدام په سېنېټ کې د ایمل ولي خان د کړې وينا په غبرګون کې پورته کړی دی. د ګوند په خبره، ايمل ولي په خپله وينا کې پوښتنه راپورته کړې وه چې د دې هېواد اصل چلووونکی څوک دی؟ مرکزي حکومت لا په دې اړه لا څه نه دي ويلي، خو د خيبر پښتونخوا اعلاوزير علي امين ګنډه پور ايمل ولي خان ته ډاډ ورکړی چې د هغه د امنيت لپاره به صوبايي پوليس وروسپاريږ بلخوا د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند احسان الله خان د اکتوبر پر پينځمه وويل چې ګنډه پور د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ته امر کړی چې ايمل ولي خان ته پوليس ساتونکي ورکړي، خو د نوموړي په خبره، د پوليسو مشر لا هم د هغه پر امر عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG