د لاسرسي ځای

تازه خبر

روبیو وايي اسراییل باید په غزه کې بمبارۍ ودروي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د وينا پر مهال - انځور له ارشيفه
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د وينا پر مهال - انځور له ارشيفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی دی چې اسراییل باید په غزه کې خپلې بمبارۍ ودروي تر څو د حماس له خوا یرغمل کسان خوشې شي.

نوموړي د اکتوبر پر پينځمه له سي بي اېس شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا کار "د جګړې په دوام سره" نه شي کېدلای.

روبيو همداراز له اېن بي سي سره په خبرو کې هم وویل چې په غزه کې جګړه "لا پای ته نه ده رسېدلې."

هغه د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "لومړی ګام" وباله.

نوموړي زياته کړه چې حماس د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا په غزه کې د جګړې درولو له وړاندیز شوي پلان او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو له چوکاټ سره "په موثره توګه" موافقه کړې او د هغې د پلي کولو لپاره د ترتیباتو په اړه د پرېکړې لپاره غونډې روانې دي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

ټرمپ: اسراییل دې سمدستي پر غزه بریدونه بند کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر درېيمه د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم پر اسراييلو غږ کړی وو چې پر غزې دې بمبار ودروي. د ټرمپ د بيان په غبرګون کې د اسراييلي وزيراعظم دفتر ويلي وو چې له امريکا سره به ګډ کار کوي. خو اسراييلي ځواکونو په عين حال کې پر غزې بريدونو ته دوام ورکړی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره یو ځای، د غزې جګړې د پای ته رسېدو او تر جګړې وروسته هلته د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یو ۲۰ مادییزه پلان وړاندې کړ.

په هغه پلان کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به "د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم هلته ځای پر ځای شي.

د دې تر څنګ په هغه پلان کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی وزیراعظم ټوني بلير به هم پکې وي.

په پلان کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.

په هغه پلان کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم شامل دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، په نړیواله کچه د اسراییلو لا منزوي کېدو ته په کتو د امریکا ولسمشر هڅې زیاتې کړې چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG