د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اسراییلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې جګړې پای ته رسولو په پلان سلا شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا ترهګره پېژندل شوې ډله حماس به دغه شرایط ومني او که نه؟
ټرمپ د سېپټېمبر په ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره یو ځای، د غزې جګړې د پای ته رسېدو او له جګړې وروسته هلته د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یو ۲۰ مادییزه پلان وړاندې کړ.
په دغه پلان کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به "د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم هلته ځای پر ځای شي.
د دې تر څنګ په دې پلان کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی وزیراعظم ټوني بلیر هم پکې دی.
په پلان کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.
په هوکړه کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم شامل دی.