د لاسرسي ځای

تازه خبر

رجب طیب اردوغان: ولسمشر ټرمپ په حماس د خپلې طرحې د منلو غوښتنه راڅخه کړې ده


ولسمشر ټرمپ او رجب طیب اروغان د روان ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې ملاقات وکړ. پخوانی انځور
ولسمشر ټرمپ او رجب طیب اروغان د روان ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې ملاقات وکړ. پخوانی انځور

د ترکیې ولسمشر وایي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ورڅخه غوښتي چې حماس اړ کړي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه طرحه ومني.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.

رجب طیب اردوغان په یوه بیان کې چې د هغه دفتر د اکتوبر پر اتمه ورځ رسنیو ته استولی، ویلي چې حماس ورته ویلي چې سولې او خبرو اترو ته چمتو ده.

د نوموړي په خبره، حماس د ولسمشر ټرمپ د طرحې مخالف نه دی بلکې دا یو ډیر ښه ګام بولي. ولسمشر اردوغان وايي چې همکاران یې اوس هم د مصر په شرم الشیخ کې دي او زیاتوي چې دوی تل له حماس سره په دې اړه په اړیکه کې وو او دي.

اردوغان دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې چې حماس او اسراییل نن اکتوبر اتمه پر درېیمه ورځ هم د مصر په شرم الشیخ کې غیرمستقیمې خبرو اترو ته دوام ورکړي.

په غزه کې د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره روانو خبرو کې د قطر، ترکیې او د امریکا چارواکي ښکیل دي. دوی د ولسمشر ټرمپ د۲۰ مادو پر هغه پلان خبرې کوي چې هغه تېره میاشت یې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره وړاندې کړ.

بې کوره شوي فلسطينیان د ممکنه ډزبندۍ په اړه زړه نا زړه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره یو ځای، د غزې جګړې د پای ته رسېدو او تر جګړې وروسته هلته د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یو ۲۰ مادییزه پلان وړاندې کړ.

په هغه پلان کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به "د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم هلته ځای پر ځای شي.

د دې تر څنګ په هغه پلان کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی وزیراعظم ټوني بلير به هم پکې وي.

په پلان کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.

په هغه پلان کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم شامل دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

XS
SM
MD
LG