د تحریک انصاف مرکزي جنرل سيکرېټري ويلي چې علي امين ګنډه پور به د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر له څوکۍ ليرې کوي.
د اکتوبر پر اتمه نېټه په راولپنډۍ کې له رسنیو سره د خبرو اترو پر مهال د يوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې سلمان اکرم راجا وويل چې "هو، دا خبر رښتیا دی چې د علي امین ګنډه پور صاحب پر ځای به سهېل اپرېدی صاحب د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر وي."
نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پکې مرګژوبله خپل ريکارډ کچ ته رسېدلې ده. "خان صاحب (عمران خان) د اورکزو په پېښه سخت خفه دی او ورسره د اعلا وزیر د بدلولو پرته بل انتخاب نشته."
نوموړي زیاته کړه چې عمران خان وايي چې له تېرو دوو کلونو يې دريځ پاتې شوی چې د وفاقي حکومت تګلارې "ډېرې غلطې" دي او د خیبر پښتونخوا حکومت باید ځان له دې پاليسیو څخه لاتعلقه کړي.
خو د سلمان اکرم راجا تر بیان لږ وخت وړاندې د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر خان پر خپله اېکس پاڼه وليکل چې هغه رسنیو ته د علي امین ګنډه پور د اعلا وزیر له څوکۍ د ليرې کولو په اړه هېڅ نه ده ويلي او دا خبر جعلي او د ګوند ضد سازش دی.
سهېل اپریدې د خيبر قبایلي ضلعې څخه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی دی او دا مهال په کابینه د اعلا وزیر سلاکار دی. نوموړی د تحریک انصاف د ذده کوونکو د سازمان انصاف سټوډنټس فیډرېشن مشر هم پاتي شوې دي.