د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور باړې ته ورغلی او هلته یې د تیرا د وژلو شویو کسانو په فاتحه کې ګډون کړی دی.
د باړې سیاسي اتحاد یو مشر هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې علي امین ګنډه پور د سېبټېمبر پر ۲۴مه باړې ته ولاړ او هلته یې د ملک ظاهر شاه اپرېدي په حجره کې د تیرا د پېښې د وژلو شویو کسانو لپاره فاتحه وکړه او د هغوی له خپلوانو سره یې ولیدل. د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډه پور په رسمي فیس بک پاڼه د دې خبرې پخلی شوی دی.
د تیرا په شډله کلي کې د ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پوځ په بمبارۍ کې ۲۳ کسان وژل شوي ول. پوځ دا نه مني چې ګینې هغوی بمباري کړې ده. د پوځ په وینا په تیرا کې بمباري هغوی نه ده کړې او پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي.
خو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وزیراعلا علي امین ګنډه پور په باړه کې د لاس نیوې پر مهال پر پېښه ژور خپګان ښکاره کړ. د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدی وايي، ګنډه پور وژل شوي کسان شهیدان یاد کړل او بې ګناه یې ومنل. د نوموړي په وینا ګنډه پور دا هم وویل چې هغه به د تیرا د وژلو شویو کسانو مقدمه پخپله په مخکې وړي.
د هاشم خان اپرېدي په وینا ګنډه پور د باړې سیاسي اتحاد مشرانو ته دا باور هم ورکړ چې ډېر زر به د باړې او د تیرا د مشرانو او د پېښور د کور کمانډر او د اېف سي ځواک د مشر ترمینځ جرګې ته لاره هواره کړي.
باړې ته د علي امین ګنډه پور د ورتګ پر مهال د فاتحې په غونډه کې د ځايي مشرانو ترڅنګ له خیبر ضلعې نه د پاکستان د قامي او د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي هم موجود ول.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۳مه د حکومتي او پوځي استازو ترمینځ په باړه کې جرګه ناکامه شوې وه او خلکو ویلي وو چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په پېښور کې احتجاج کوي. په هغه جرګه کې د باړې سیاسي اتحاد له غاړې هاشم خان اپرېدي، شېرېن اپرېدي، شاه فیصل اپرېدي، د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالغني، د قامي اسمبلي غړي اقبال اپرېدي او نورو برخه واخیسته او د حکومت له غاړې پکې د قانون صوبايي وزیر افتاب عالم، د وزیراعلا ځانګړي مرستیال ارباب عاصم خان او د پېښور ډویژن کمېشنر ریاض مسود ګډون وکړ.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۲مه په پېښور کې په خپل دفتر کې د خیبر د قبایلي او سیاسي مشرانو سره په یو ملاقات کې په برید کې د وژل شوي هر تن په سر د یو کروړ روپو ورکولو اعلان کړی وو.
علي امین ګنډه پور پر خپله رسمي فیس بک پاڼه د سېپټېمبر پر ۲۲مه لیکلي وو چې په یاده پېښه له زړه نه خپه دی او د پلټنو امر یې کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم په پوځي بمباریو کې ولسي کسان په نخښه شوي دي چې پر ضد یې خلکو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي.