د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له امریکايي شرکتونو سره د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاس لیک کړل


د پاکستان او امریکې بیرغونه
د پاکستان او امریکې بیرغونه

اسلام اباد وايي له دوو امریکايي شرکتونو سره یې د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

د پاکستان د وزیراعظم له دفتره، په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د سېپټېمبر پر اتمه نېټه په اسلام اباد کې د یو لوړپوړي امریکايي پلاوي او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي ترمینځ د ملاقات پر مهال دا هوکړه شوې ده.

د پاکستان سرکاري راډیو هم لیکلي دي چې دوو امریکايي شرکتونو یو اېس اېس اېم (USSM) او موټا اېنګېل (Mota-Engil) له پاکستان سره تفاهم لیکونه لاس لیک کړي دي چې ترمخې به یې دوی د پاکستاني منرالونو د پراختیا او پروسېس او د لوژیستیکي زېربناوو د پراخولو په چارو کې پانګونه کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم د سېپټېمبر پر اتمه پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي دي چې د دوو لویو امریکايي شرکتونو په پاکستان کې پانګه اچونه کې دلچسپي د دواړو هېوادونو ترمینځ یو مهم پرمختګ دی.

د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي دي چې دا تفاهم لیکونه د پاکستان او امریکا ترمینځ دوامداره دوه اړخیزې اړیکې لا نورې پیاوړې کوي.

راپورونه وايي پاکستان ته ورغلي پلاوي د پوځ له مشر او د سوداګرۍ او پیټرولیم له وزیرانو سره هم کتلي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG