د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووريزه کرکټ اسیا جام سیالۍ د سېپټېمبر پر نهمه پیلېږي


د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه. پخوانی انځور
د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه. پخوانی انځور

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپتمبر پر نهمه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د اسیا ۲۰ اوریزه کرکټ جام لومړۍ لوبه وکړي.

دا سیالۍ به د متحده عربي اماراتو کې د پېښور پر وخت په اووه نيمې او د کابل پر وخت په اووه بجې پيليږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلا دېش او سریلنکا سره لوبې کوي.

د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبې وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سپټمبر پر اوومه د درې اړخیزه سیالۍ په پای لوبه کې له پاکستان څخه په ۷۵ رنزونو ماتې وخوړه . دغه لوبې د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد متحده عرب اماراتو ترمینځ وشوې.

XS
SM
MD
LG