د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هريپور کې ټرافیکي حادثه کې ۵ کسان وژل شوي


په کالام کې له یوې ټرافیکي پېښې وروسته ژغورونکي کومک کوي - د ارشیف انځور
په کالام کې له یوې ټرافیکي پېښې وروسته ژغورونکي کومک کوي - د ارشیف انځور

چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، تېره شپه ناوخته په هريپور کې د یوې بار وړونکې لارۍ او وړکي موټر ترمینځ په ټکر کې د ګلګت بلتستان سره تړاو لرونکي د یوې کورنۍ پینځه غړي وژل شوي دي چې دوه پکې مېرمنې هم دي.

په سملاسي ډول د حادثې وجه معلومه شوې نه ده خو د هريپور ترڅنګ د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ټرافیکي پېښې زياتره وخت د ټرافیکي قوانینو د نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله د پاکستان په مختلفو برخو کې ټرافیکي پېښې وخت په وخت خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د سېپټېمبر په پینځمه د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې درې ماشومان وژل شوي ول. د ځايي چارواکو وینا، دا ماشومان یوه شخصي سکول ته روان وول چې پر لاره یو سامان وړونکي ټرک ووهل.

د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په منځنۍ کورمه کې یو مساپر لېږدوونکی ګاډی ژورې کندې ته پرېوت چې پکې اووه تنه ووژل او شپږ ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې، په بونېر کې کندې ته د یو ګاډي پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل او اووه ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG