د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې ټرافیکي پېښې درې ماشومان وژلي


 اېبټ اباد کې ټرافیکي پېښې درې ماشومان وژلي - د سېپټېمبر پینځمې انځور
اېبټ اباد کې ټرافیکي پېښې درې ماشومان وژلي - د سېپټېمبر پینځمې انځور

د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې ټرافیکي پېښې درې ماشومان وژلي او لرترلږه پنځه نور یې ټپي کړي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دا ماشومان یو شخصي سکول ته روان وو چې پر لاره یو سامان وړونکي ټرک وهلي دي.

د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ صوبايي ویاند بلال فیضي رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې دا پېښه د سېپټمبر پر ۵مه سهار مهال رامنځ ته شوې ده.

XS
SM
MD
LG