د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ په کرکټ میدان کې بمي چاودنه شوې ده

تازه شو

د باجوړ نقشه
د باجوړ نقشه

پولیس چارواکي وايي په باجوړ کې بمي چاودنې لږ تر لږه یو تن وژلی او یو بل ژوبل دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر په شپږمه دا چاودنه د خار تحصیل د بايي چینې په کوثر کرکټ په لوبغالي کې شوې ده.

د نوموړي په وینا ماین په ځمکه کې کې ښخ کړل شوی وو او هغه مهال چاودېدلی چې هلکانو د کرکټ په میدان کې لوبه کوله.

پولیس وايي دم ګړۍ ته همدومره معلومات ورسره دي او دا امکان هم شته چې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.

تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

بايي چینه د باجوړ د مرکز خار نه په شپږ کیلومیټره فاصله کې لویدیځ لوري ته پرته سیمه ده.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم په بمي چاودنو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۰مه د باجوړ عنایت کلا بازار کې چاودنې لږ تر لږه ۲ تنه ژوبل کړي ول.

دا چاودنه په داسې مهال شوې چې د لوی ماموندو په مختلفو برخو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات او ګرځبندیز (کرفیو) دوام لري.

د عملیاتو له وجې له سیمې څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي چې د مرکز خار په لوبغالي کې د جوړ کیمپ په ګډون د ضلعې او خیبر پښتونخوا نورو برخو ته تللي دي.

په همدې حال کې د باجوړ جرګې په لوی ماموندو کې د ګرځبندیز نه ختمېدو په صورت کې د احتجاج پیلولو ګواښ کړی دی.

د جرګې یو مشر صاحبزاده هارون رشید د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکو او په سیمه کې وسلوالو ورته باور ورکړی وو چې د جنګ په صورت کې به ولس نه زیانمنېږي.

دی وايي، انتظامیې ورته ویلي دي چې د اګست پر ۲۱مه به کرفیو ختموي نو که دا کار یې و نه کړ احتجاج پیلوي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

XS
SM
MD
LG