د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پاکستان جوړېدو کلیزې په مناسبت هوايي ډزو کې ۴ تنه وژل شوي، ۱۰۷ ژوبل دي

تازه شو

د کراچۍ اوسېدونکي په نیشنل یا ملي لوبغالي کې د پاکستان جوړېدو د جشن اورلوبه ګوري - د اګست ۱۴مې انځور.
د کراچۍ اوسېدونکي په نیشنل یا ملي لوبغالي کې د پاکستان جوړېدو د جشن اورلوبه ګوري - د اګست ۱۴مې انځور.

روغتیايي چارواکي او پولیس وايي، په کراچۍ کې د پاکستان د جوړېدو ۷۹مې کلیزې د جشن پر مهال په هوايي ډزو کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۱۰۷ ژوبل دي.

د کراچۍ د پولیسو جراحې (سرجنې) سمیعه سعید له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه په هوايي ډزو کې یوه اته کلنه نجلې او دوه نور کسان ووژل شول.

د عباسي شهید د بیړنیو چارو څانګې مشر ډاکتر خالد شیخ مشال راډیو ته وویل، یو ۱۲ کلن هلک چې شپې مهال په هوايي ډزو کې ژوبل شوی وو، په روغتون کې سا ورکړه.

د کراچۍ د پولیسو مشر جاوېد عالم اوډو رسنیو ته ویلي، تر اوسه یې ۵۲ کسان د هوايي ډزو په تور نیولي دي.

دی وايي، د هغوی پرضد په بېلابېلو تاڼو کې مقدمې دایرې شوې دي او په ډزو کې د ککړو نورو کسانو نیولو هڅه هم کوي.

د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه د سیند او پنجاب حکومتونو په کراچۍ کې د هېواد د جوړېدو کلیزې په مناسبت د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح له مزار او په لاهور او راولپېنډۍ کې د پاکستان له مینار سره نېږدې اورلوبې وکړې.

د پاکستان په یوشمېر برخو کې د هېواد د جوړېدو ورځې، اخترونو او نورو ښادیو پر وخت هوايي ډزې کېږي چې اکثر د خلکو د مرګژوبلې سبب کېږي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ټولو ګوندونو غږ کړی دی چې د هېواد د "دوامداره پرمختیا او ثبات" لپاره دې ورسره لاس یو کړي.

دولتي راډیو وايي، نوموړي د اګست پر ۱۴مه تر نیمې شپې وروسته په اسلام اباد کې د هېواد د جوړېدو په مناسبت لمانځغونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې ولس دې پر "ټولو اختلافاتو" سربېره د ملک د ګټو لپاره "یو موټی" شي.

شریف دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

نوموړي دا ادعا پر داسې مهال کړې چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت حملې کوي. په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

دولتي راډیو وايي، ولسمشر اصف علي زرداري هم د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې د پاکستان د ګټو خوندیتوب لپاره پر یووالي ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG