د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه کې ګډون لپاره چین ته تللی


د پاکستان وزيراعظم د چين په سفر روان شوی دی - د اګست ۳۰مې انځور
د پاکستان وزيراعظم د چين په سفر روان شوی دی - د اګست ۳۰مې انځور

د پاکستان وزیراعظم د شانګهای همکارۍ سازمان (شانګهای کواپرېشن ارګنایزېشن یا اېس سي او) په ۲۵مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چين په سفر دی.

شهباز شريف د اګست پر ۳۰مه پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي دي چې هغه د چين په تاريخي سفر روان شوی دی. نوموړي دا هم لیکلي دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې ترڅنګ به په چین کې په هغه غونډه کې هم ګډون وکړي چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې په یاد لمانځل کېږي.

وزيراعظم شهباز شریف زیاته کړې چې د دورې پر مهال به د چين له ولسمشر شي جېنپېنګ او د سیمې له نورو مهمو مشرانو سره وګوري او له چین سره به د پاکستان د اړیکو لا پیاوړي کولو هڅه وکړي.

له شهباز شریف سره په دې سفر کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر عطا الله تارړ او د بهرنیو چارو سلاکار طارق فاطمي هم ملګري دي.

تمه ده چې وزیراعظم شهباز شریف به د سرمشریزې پر مهال د سیمه ییزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او امنیتي موضوعاتو په اړه وینا وکړي او د پاکستان دریځ به روښانه کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشریزه چې د اګست له ۳۱مې د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې دوام کوي، د چین په ساحلي ښار تیانجېن کې په پام کې نیول شوې ده. په دې سرمشریزه کې له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشران غوښتل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لیو بېن د اګست پر ۲۲مه په بیجنګ کې خبریالانو ته ویلي وو چې غونډې ته یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو حکومتونو مشران وربللي دي.

XS
SM
MD
LG