امریکا د امنیتي ګواښونو له وجې د پاکستان په کراچۍ ښار کې خپلو چارواکو ته ویلي دي چې له احتیاطي تدابیرو دې کار واخلي.
په کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ د جولای پر ۳۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کراچۍ په لوړپوړو هوټلونو کې د ګواښ راپور یې ترلاسه کړی دی.
کونسلګرۍ وايي چې کله هم داسې ګواښونه وي نو په اسلام اباد کې د امریکا سفارت او په هغه هېواد کې د امریکې کونسلګرۍ خپل چارواکي سیاحتي ځایونو، هوټلونو، مارکېټونو، د سوداګرۍ مرکزونو او رسټورانټونو ته له ورتګه په موقتي ډول ایساروي.
اعلامیه وايي، په همدې اساس په کراچۍ کې د امریکا کونسلګري امریکايي حکومتي مامورین په موقتي ډول لوړپوړو هوټلونو ته له ورتګه منع کړي دي. په بیان کې امریکايي چارواکو ته سپارښتنه شوې ده چې د ګڼې ګوڼې له ځایونو دې لرې اوسي، ځانونه دې راټول کړي، خپلو څلورو خواوو ته دې پام وکړي او ويښ او بیدار دې اوسي.
پاکستاني چارواکو په کراچۍ کې د امریکا د کونسلګرۍ د اعلامیې په اړه تازه څه نه دي ویلي خو چارواکو تل ویلي دي چې د بهرنیو دفترونو، سفارتونو او کونسلګريو د امنیت لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
امریکا دا خبرتیا داسې مهال خپره کړې ده چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.