چارواکي وايي د کوز جنوبي وزیرستان په برمل کې ګرځبندیز لګول شوی دی.
د سیمې مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان وايي، د جولای پر اتمه له سهاره تر ماښامه ګرځبندیز دی. د نوموړي له دفتره د جولای پر اوومه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سهار له شپږو د ماښام تر اوو بجو پورې به د برمل رغزی بازار بند وي او همرنګ، رغزي او شاعالم سړکونو باندې به د ګاډو او خلکو تګ راتګ نه پرېښودل کېږي.
خو نن د جولای پر اتمه د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل چې د ګرځبندیز له وجې دوی ته مشکلات جوړ شوي دي. د انګور اډې یو اوسېدونکي دین محمد مشال راډیو ته وویل: "د سهار له شپږو کرفیو لګېدلې ده، د انګور اډې مرکزي بازار بند دی، خلکو ته ترې سخت تکلیف دی. بیماران په سړکونو ناست دي، اجازه نه ورکوي چې روغتون ته ولاړ شي. له کوره څوک بازار ته نه شي تللی او څوک چې په بازار کې دي، هغوی کورونو ته نه پرېښودل کېږي."
نوموړی وايي د سیمې خلک له انتظامیې نه خواست کوي چې په کرفیو یا ګرځبندیز کې دې نرمي راولي.
د سیمې خلک وايي چې کله هم د پاکستان د پوځ قافله په جنوبي وزیرستان کې تګ راتګ کوي، انتظامیه په هغه ورځ ګرځبندیز اعلانوي چې له وجې یې د خلکو ژوند ډېر اغېزمن کېږي. دوی غوښتنه کوي چې د خلکو مشکلاتو ته دې پام وشي خو د هغې باوجود په جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت ګرځبندیز لګېږي.
د جنوبي وزیرستان خلکو د جرګو، مظاهرو او پرلتونو له لارې هم وخت په وخت د ګرځبندیزونو خلاف خپل غږ پورته کړی دی.
د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، کرفیو یا ګرځبندیز د پوځي قافلو د تګ راتګ پر مهال د امنیت په موخه لګوي.