د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ایران د امریکايي برید غندنه وکړه


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند شفقت علي خان. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند شفقت علي خان. (انځور: ارشیف)

پاکستان د امریکا له خوا د ایران پر ایټمي تاسیساتو د برید غندنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د د اسراییل په بریدونو پسې د امریکا له خوا هم د ایران پر ایټمي تاسیساتو د بریدونو غندنه کوي.

په بیان کې ویل شوي چې "موږ د دې له کبله په سیمه کې د تاوتریخوالي ممکنه لا زیاتېدو ته ډېر اندېښمن یو او موږ دا تکراروو چې دا بریدونه له هر ډول نړیوالو قوانینو سرغړونه ده."

بیان زیاتوي چې ایران د ملګرو ملتونو له چارټر سره سم د خپلې دفاع پوره قانوني حق لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د ایران په وړاندې د تېري له کبله د تاوتریخوالي او تشدد په بې سارې توګه زیاتېده د خورا اندېښنې وړ دي.

د دوی په وینا، که دا تاویخوالی نور پسې زیات شي نو دا به د سیمې او ور ها خوا لپاره زیان رسوونکې پېچلتیاوې رامنځ ته کړي.

ولسمشر ټرمپ وايي پر ایران یې برید کړی او د هغوی اټومي پروګرام یې له منځه وړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:40 0:00

پاکستان غوښتنه کړې چې ولسي ژوند او جایداد ته دې درناوی وشي او دې دا شخړه دې په سمدستي توګه پای ته ورسول شي.

بیان زیاتوي، "ټولې غاړې باید نړیوال قوانینو او په ځانکړې توګه نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي."

د دوی په وینا، د ملګرو ملتونو له چارټر سره سمون خوړونکې خبرې اترې، سفارتکاري او هم په سیمه کې د کړکېچ د هواري لپاره یوازنۍ د عمل وړ لاره ده.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۱مه ناوخته اعلان وکړ چې پر ایران یې برید کړی او د هغوی اټومي پروګرام یې له منځه وړی دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې دوی د اسراییل او ایران په جګړه کې نه یوازې ښکېل شوي بلکې د ایران پر درو مهمو اټومي تاسیساتو یې بریدونه کړي او هغه یې وران کړي دي.

ولسمشر ټرمپ دا یو 'ستره پوځي کاميابي' وبلله او زیاته یې کړه چې دا هر څه له له هغه وروسته له اسراییلو سره په ګډه ترسره شول چې د ده په وینا، " له ایران سره د خبرو اترو هڅې ناکامې شوې."

بلخوا د اسراییل پوځ د جون پر ۲۱مه ويډيو خپره کړي چې ښيي د ایران د اصفهان اټومي تاسیسات د بریدونو له کبله زیانمنه شوي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، دوی د جګړې له پیل راهیسې دوهم ځل د شپې مهال د اصفهان اټومي مرکز په نښه کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا برید ته د لومړي رسمي غبرګون په توګه پر ایکس پاڼه لیکلي چې امريکا، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی دی، د ایران پر 'سوله‌ ییزو' اټومي تاسیساتو په برید سره د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، او د اټومي وسلولو نه خپرولو تړون څخه جدي سرغړونه کړې ده.

نوموړي ویلي چې 'ایران د خپل حاکمیت، ګټو او خلکو د دفاع لپاره ټولې لارې پرانیستې ساتي.

XS
SM
MD
LG