د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهستان او ناران کې ۵ کسان وژل شوي ۲ ژوبل دي


په کوهستان کې له غره کندې ته لوېدلی موټر - انځور جون ۲۰ کال ۲۰۲۵ز
په کوهستان کې له غره کندې ته لوېدلی موټر - انځور جون ۲۰ کال ۲۰۲۵ز

د خیبر پښتونخوا په کوهستان او ناران کې د یوې ټرافیکې پېښې او د واورې د غر ښویېدو له وجې پینځه کسان مړه شوي او دوه نور ژوبل دي.

په شانګله کې د ژغورنې د ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند رسول خان شریف د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د کوهستان په پالس بټیره سیمه کې یو جیپ د غره په څنډه له تېر شوي سړک نه لاندې کندې ته پرېووت چې پکې څلور کسان سپاره وو. هغه وايي، د حادثې له وجې یوه مېرمن او یو ماشوم وژل شوي او دوه نور کسان بیا ژوبل شوي دي.

په کوهستان کې له غره کندې ته لوېدلی موټر - انځور جون ۲۰ کال ۲۰۲۵ز
په کوهستان کې له غره کندې ته لوېدلی موټر - انځور جون ۲۰ کال ۲۰۲۵ز

ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ژغورنې ادارې په مرسته زخمیان او مړي له کندې ویستل شوي دي. دوی وايي دا ټول د کوهستان سیمې اوسېدونکي وو.

د ځايي چارواکو په وینا د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له وجې دا حادثه رامنځ ته شوې ده.

بل پلو د جون پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هزارې ډویژن په غرنۍ سیمه ناران کې د واورین غر ښویېدو له وجې درې کسان مړه شوي دي.

د ګلګت کنګلزار سیمه - انځور له ارشیفه
د ګلګت کنګلزار سیمه - انځور له ارشیفه

د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، دغه پېښه د ناران په سوهڼي ابشار نومې سیمه کې شوې ده او وژل شوي کسان د لاهور سره تړاو لري چې د سېل لپاره ناران ته ورغلي وو.

د ژغورنې ادارې پر خلکو غږ کړی دی چې غرییزو سیمو ته د سفر پر مهال دې هغو ځایونو ته له ورتګ ډډه وکړي چې خطرناک یا غیرمحفوظ ګرځول شوي دی.

تر دې وړاندې په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د سږني لوی اختر په لومړیو درو ورځو کې ۵۵ کسان په ټرافیکي حادثو، اورلګېدنې، ډزو او ډوبېدو پېښو کې وژل شوي وو.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې وياند بلال فیضي د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د جون له اوومې تر نهمې د ایمرجنسۍ ۲،۰۰۰ قضیې مخې ته راغلې وې چې پکې ۱۴۰۰ کسانو ته طبي مرسته ورکړل شوې وه. د نوموړي په وینا په دغه موده کې ۳۵۰ ټرافیکې پېښې، ۱۱۲ د اورلګېدنې پېښې، ۵۰ د جرمونو قضیې او شپږ د ډوبېدو پېښې دوی ثبت کړې وې.

XS
SM
MD
LG