د پاکستان وزیراعظم وايي نړیوالې شخړې باید د خبرو، مذاکراتو او سفارتکارۍ له لارې هوارې شي څو د نړۍ په کچه د کډوالو مسایلو ته د حل لارې وموندل شي.
شهباز شریف دا څرګندونې د جون پر ۲۰مه د کډوالو د نړېوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې کړې دي.
د پاکستان سرکاري راډیو د نوموړي له خولې لیکلي چې یوازې په سوله ییزو لارو که د نړۍ د شخړو بنسټیز لاملونه ولټول شي نو د کډوالو مسایل ورسره ختمېدای شي.
شهباز شریف زیاته کړې، د دې باوجود چې نړیوالې مرستې تر ډېره کمې شوې دي خو پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د سلګونو زرو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.
سږکال د کډوالو نړیواله ورځ په داسې مهال راغلې ده چې د پاکستان حکومت له خپلې خاورې په زور د افغان کډوالو اېستلو لړۍ تنده کړې ده.
که څه هم پاکستان وايي چې بې اسناده افغان کډوال وباسي خو د افغان کډوالو مشران وايي، پاکستان له یوې مخې په ټولو افغان کډوالو پسې راخیستې ده.
پاکستان وايي لا هم د دوی په خاوره مېلیونونه افغان کډوال په داسې حال کې ژوند کوي چې ځینې یې اسناد لري او ځینې یې نه لري.
د پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه چې لا هم روانه ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې له هغه وخته تر اوسه له یو میلیون ډېر بې اسناده او افغان تابعیت لرونکي کډوال له دې هیواده ایستل شوي.
د پاکستان پر دې تګلاره د ملګرو ملتونو تر څنګ د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو او په پاکستان دننه پښتنو ملتپالو هم په پرلپسې نیوکې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت وايي، دوی به یوازې هغو خلکو ته اجازه ورکوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ولري.