د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: چمتو یم چې د ډانلډ ټرمپ او ولاديمير پوتين ترمینځ ملاقات کې ګډون وکړم


ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي. پخوانی انځور
ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي. پخوانی انځور

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي وایي، دی " چمتو " دی چې په هنګري کې د امریکا او روسيې له وبسمشرانو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۰مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې که بلنه ورکړل شوه نو تیار دی چې د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

ډانلډ ټرمپ او ولاديمير پوتين تېره اونۍ د ټېلېفوني خبرو پر مهال هوکړه کړې وه چې په راتلونکو اونیو کې به د اوکراین جګړې په اړه د هنګري په پلازمېنه بوداپېسټ کې به مخامخ سره ویني.

زېلېنسکي د اکتوبر پر ۱۹مه له اېن بي سي ټېلېوېژن سره په مرکه کې دا هم ویلي " ډاډه نه دی چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د جګړې پای ته رسولو ته چمتو وي. هغه زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر مسکو باید فشارونه زیات شي.

د سولې دا هڅې داسې مهال روانې دي چې روسیې او اوکراین لا هم یو د بل پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د اوکرايين جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه روسي سيال پوتين د اګست پر ۱۵مه په الاسکا کې هم مخامخ خبرې کړې وې. هغه وخت ټرمپ ويلي وو چې د اوکراین د جګړې پر سر له پوتین سره په خبرو کې مهم پرمختګ شوی خو هغوی کومې نهايي پایلې ته نه دي رسېدلي او نه هم کوم تړون شوی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG