د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وفاقي بودیجه د جون پر لسمه وړاندې کېږي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزیب د جون پر نهمه د ۲۰۲۴-۲۵م کال لپاره د پاکستان اقتصادي سروې وړاندې کړه.

د خزانې وزير له خوا تر بجټ له مخه وړاندې کېدونکي دې سند کې د روان مالي کال په اوږدو کې د لویو ټولنیزو-اقتصادي لاسته راوړنو تفصيلات ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جون پر ۱۰ مه قامي اسمبلۍ کې بجټ وړاندې کيږي.

د خزانې وزیر په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وويل نړیوال ناخالص کورنی تولید يا جي ډي پي وده په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ فيصده ته راټیټه شوې کومه چې د ده په خبره دوه کاله مخکې ۳.۵ فيصده وه.

نوموړی وايي بايد د دوي د حکومت اقتصادي پرمختګ هم په دې تناظر کې وکتل شي.

اورنګزیب وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان د ناخالص کورني تولید وده ۰.۲ فيصده وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ فيصده ته لوړه شوه .

د ده په خبره سږ کال، دوي د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۲.۷ فيصده ودې اعلان وکړ. لا هم د حکومت اپوزيشن ګوندنو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ټاکل شوې ده چې د جون له ۱۳مې د راتلونکي مالي کال لپاره پر کلنۍ وفاقي بودیجه بحث پیل شي چې د جون تر ۲۱مې به روان وي.

د قومي اسمبلۍ د سپیکر ایاز صادق له خوا په خپاره شوي مهالوېش کې راغلي چې د جون پر ۲۳مه به قومي اسمبلۍ پر ضروري لګښتونو بحث کېږي او د جون پر ۲۶مه به د بودیجې منظوري ورکول کېږي.

د مسلم لیګ نون په مشرۍ وفاقي بودیجه په داسې وخت کې وړاندې کوي چې په ملک کې خلک له زیاتې شوې ګرانۍ سر ټکي.

اوس پوښتنه دا ده چې په دې راتلونکې بودیجه کې به د عام ولس لپاره څه وي او په ځانګړې توګه کاروباریان دې ته څنګه ګوري؟

په تفصیل یې په دې لاندېني ویډیويي رپورټ کې وګورئ.

د پاکستان په کلني بجټ کې به د ولس لپاره څه وي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:00 0:00
XS
SM
MD
LG