د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلکو د سیدو شریف روغتون شخصي کولو خلاف مظاهره وکړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سوات لسګونو اوسیدونکو د سیدو شریف سرکاري روغتون شخصي سېکتور ته د ورسپارلو د صوبايي حکومت د پرېکړې پر ضد مظاهره وکړه.

دوی د جون پر څلورمه د یاد روغتون مخې ته سره راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول چې د حکومت دا پرېکړه نه مني.

د خیبر پښتونخوا حکومت د روان کال د مې پر ۳۰مه د یو فرمان په خپرولو سره ویلي وو چې اوس به د سيدو شریف لوی روغتون حکومت او اولس په شریکه چلوي او خپلواکه مشران به د روغتون لپاره کړنلاره جوړوي.

په احتجاج کې شامل د سیدو شریف د یونین کونسل پخواني چیرمین ډاکټر خالد محمود مشال راډیو ته وویل: "حکومت شخصي ټیکدار ته د هسپتال چارې ورسپاري، موږ دا نه منو. که داسې وشي نو بیا به د عوامو علاج په ګرانه بیه کېږي."

حکومت وايي د نوي نظام لاندې د سیدو شریف روغتون له چلولو یې موخه دا ده چې روغتون پخپله د پیسو ګټلو جوګه شي خو خلک وايي، په هغه صورت کې به دوی ډېر تاواني کېږي.

یو بل احتجاج کوونکي محمد خان د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې که د سیدو شریف سرکاري روغتون شخصي سېکتور ته وسپارل شو نو عام ولس به له هغو ټولو سهولتونو نه بې برخې شي چې دا وخت ورته ورکول کېږي. هغه وايي: "اوس زموږ عام ټیسټونه په سل یو نیم سل روپو کېږي، بیا به په څلور ـ پینځه سوه کېږي، اوس مو سټی سکېن او اېم ار ای په زر یو نیم زر روپو کېږي خو بیا به خبره شپږ، اوو زرو ته ورسېږي."

خو بل پلو له سوات نه د صوبايي اسمبلۍ غړي اختر خان وکیل د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د سوات خلکو پخوا په دې خبره احتجاجونه کول چې په سیدو شریف کې د درملنې لپاره مناسب سهولتونه نشته خو اوس چې حکومت د روغتون وضعیت ښه کول غواړي نو خلک یو وارې بیا په احتجاج دي. نوموړی وايي: "اوس به روغتون د نوي نظام لاندې ډېر سهولتونه ولري، علاج به له پخوا نه هم ښه کېږي، خلک به دې ته نه اړ کېږي چې د علاج لپاره د ډاکټرانو شخصي کلینېکونو ته لاړ شي."

د سیدو شریف روغتون د پاکستان له جوړېدو وړاندې د سوات ریاست جوړ کړی وو. د یاد روغتون د معلوماتو له مخې په ۱۲۰۰ بسترونو مشتمل دې روغتون ته د سوات د بېلابېلو سیمو نه علاوه له شانګلې، بونیر او دیر نه هم ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

چارواکي وايي په سیدو شریف روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول د ۱۲،۰۰۰ ناروغانو درملنه کېږي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG