د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۴ وسلوالو وژلو ادعا کوي


د پاکستان امنیتي سرتېري په واڼه جنوبي وزیرستان کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه
د پاکستان امنیتي سرتېري په واڼه جنوبي وزیرستان کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۴ وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د جون په درېیمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا عملیات یې د جون د دویمې او درېیمې نېټې په منځنۍ شپه په دته خېلو سیمه کې ترسره کړي دي.

د بیان له مخې د پاکستان پوځ د وسلوالو د موجودګۍ په اړه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان پوځ په دغو عملیاتو کې وژل شوي ټول کسان "د هند ملاتړ لرونکي خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول؟

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. تر دې وړاندې د مې پر ۲۹مه یې ادعا کړې وه چې وسلوالو د مې د ۲۸مې او ۲۹مې ترمينځ شپې مهال د شمالي وزيرستان په شوال کې د پوځ پر امنيتي پوسته د بريد هڅه وکړه، چې په ځواب کې يې د پوځ د سرتېرو په ډزو شپږ وسلوال ووژل شول.

داراز پوځ په اپرېل مياشت کې د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له ۱۰۰ زياتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې وې.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG