د پاکستان د سېند صوبې چارواکي وايي د کراچۍ له یوه زندانه د تښتېدلو قیدیانو لټون یې پیل کړی دی.
د سېند صوبې د پولیسو مشر انسپېکټر جنرل (ای جي) غلام نبي مېمن د جون پر درېیمه رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د کراچۍ له ملیر زندانه ۲۱۳ قیدیان تښتېدلي وو چې ۷۸ یې واپس نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا د جون په دویمه د زلزلې له جټکو وروسته قیدیان له خونو د زندان غولي ته وویستل شول چې په تعقیب یې هغوی د زندان عمومي دروازې په لورې منډه واخیسته. د نوموړي په وینا دا هغه قیدیان دي چې د مخدره موادو په دوسیو کې تر زندانه رسېدلې دي.
غلام نبي مېمن وايي د کراچۍ په ملیر زندان کې دا مهال ټول ۶،۰۰۰ قیدیان ساتل شوي دي. د نوموړې په وینا د زندان په دروازه کې ولاړو امنیتي کسانو د قیدیانو د تېښتې د مخنیوي لپاره هوايي ډزې وکړې او د نورو قیدیانو د تښتېدو مخه یې ونیوله.
غلام نبي مېمن زیاته کړه چې له پېښې وروسته د امنیت ساتلو لپاره نور امنیتي سرتېري د ملیر زندان نه چارچاپېره موظف کړل شوي دي.
بل پلو د کراچۍ د ملیر زندان یو چارواکي ارشد شاه د جون په دویمه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ډزو پر مهال یو قیدي وژل شوی او د قیدیانو په اخ و ډب کې د اېف سي دوه سرتېري ژوبل شوي هم دي.
په ورته وخت کې د سېند اعلا وزیر مراد علي شاه د جون پر درېیمه په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د ملیر زندان نه د قیدیانو د تښتېدلو په څېر پېښې د اندېښنې وړ دي. نوموړي وړاندې وویل چې د زلزلې پر مهال د زندان له خونو د بندیانو را ویستل ناسم کار دی او د ذمه وارو کسانو خلاف به اقدامات کېږي.
مراد علي شاه دا ومنله چې قیدیانو د تېښتې پر مهال له پولیسو وسلې هم تروړلې وې خو هغه خبرونه یې رد کړل چې ګواکې له زندانه بهرني یا خطرناک زندانیان تښتېدلي دي. نوموړي پر تښتېدلو بندیانو غږ وکړ چې پخپله دې ځان حکومت ته حواله کړي ګینې نو پر ضد به یې سخت اقدامات وشي.