په متحده مجلس عمل کې شامل د جمعيت علما اسلام (فضل الرحمن) ګوند يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا اسد محمود د اکتوبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه د ټولو ګوندونو يو غونډه راغواړي. هغه زياته کړه چې که څه هم مسلم لېګ (ن) ګوند په دې غونډه کې له ګډونه انکار کړی خو مولانا فضل الرحمان د نواز شريف سره دې لړ کې خبرې کوي.
د حکومت ضد شريک کار کولو لپاره د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د پيپلز ګوند مشر آصف علي زرداري څو ځل ملاقاتونه کړي دي
نوموړي زياته کړه: ((په آيين کې اتلسم ترميم بدلون ډېر اهميت لري. زموږ نظر دا دی چې که څه هم موږ د حکومت جعلي مېنډېټ [په ټاکنو کې بريالېتوب] نه منو خو په دې باور يو چې دوی په قامي اسمبلۍ کې دومره رايې نه لري چې آيين کې دې تغير وکړي. خو موږ د مسلم لېګ (ن) په شمول ټولو ګوندونو سره رابطه کې يو او ډېر ژر به يوه غونډه کوو چې په هغې کې به د حکومت هر ناوړه اقدام پر ضد د شريک دريځ رامنځته کولو لپاره سره کښېنو.))
د پاکستان په آيين کې اتلسم ترميم د پيپلز ګوند د حکومت پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې وشو.
- دې سره د آيين ماتول د لوړې کچې غداري وبلل شوه
- د ولسمشر ډېر واکونه پارليمنټ ته ولېږدول شول
- صوبه سرحد ته خېبر پښتونخوا نوم ورکړل شو
- د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف د وخت ۱۷م ترميم ختم شو
- د انتخاباتو کمېشن مشر د حکومت او اپوزېشن له خوا په شريکه غوره کېږي.
- هغه بندېز ليري شو چې د وزيراعظم او وزيراعلی د ټاکنو دوره تر دوه ځلو محدودوي.
خو د تحريک انصاف حکومت دريځ لري چې اپوزېشن ګوندونو د آيين او جمهوريت لپاره نه بلکې د هغه احتساب څخه ځان ساتلو لپاره سره يو ځای کېږي چې وزيراعظم عمران خان د درغليوو ختمولو لپاره پېل کړی دی.
سرکاري خبري اژانس ايسوسيټيډ پريس آيف پاکستان د صوبو تر منځ هم آهنګۍ ساتلو يا بېن الصوبايي رابطو وزارت وزيرې فهمېده مرزا له خولې ليکلې چې حکومت په آيين کې د شوي اتلسم ترميم ختمولو اراده نه لري.
تر دې مخکې د تحريک انصاف حکمران ګوند، يو مشر غړي او د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون خبريالانو ته وويل د اپوزېشن ګوندونو له رايو ځای کېدو نه ويريږي. ((ولس پوهېږي چې اصلي مسايل څه دي او د هغوی اصلي ذمه وار څوک دي. اوس چې اپوزېشن ګوندونه ټول ګونديزه غونډه رابلل غواړي، نو د دې بايد يو مقصد وي. که د جمهوريت کمزوري کولو لپاره راغوښتل کېږي، نو سمه خبره نه ده. دا هم کېدای شي چې څوک يې د ځان بچ کولو لپاره استعمالوي.))