د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار: اسلام اباد دې افغانانو ته په خپله خوښه د ستنېدو لپاره وخت ورکړي

تازه شو

 یو اېن اېچ سي ار: اسلام اباد دې افغانانو ته په خپله خوښه د ستنېدو لپاره وخت ورکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:04 0:00

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدی وايي تمه یې لرله چې پاکستان به هلته د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي خو داسې یې و نه کړل. د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته ورسېده. اپرېدي د اګست پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د اسلام اباد په ټاکلې موده کې مېلیونونه افغانان خپل وطن ته نه شي ستنېدای. نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د پاکستان حکومت د اګست په لومړۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت کارډ لرونکو افغانانو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو امر وکړ. اسلام اباد وايي، د سېپټېمبر له پیله د هغو افغانانو جبري اخراج پیلوي. یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري. اپرېدي وویل، پي او ار کارډ لرونکي افغانان له تېرو ۴۰ یا ۴۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي، هلته یې ماشومان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، ځینو یې په هغه هېواد کې ودونه کړي او کاروبارونه لري نو ځکه دې یې اسلام اباد په بیړه نه باسي بلکې ورته دې په خپله خوښه د ستنېدو لپاره وخت او واک ورکړي. اپرېدي دا هم وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او نورې ستونزې هم شته چې له پاکستانه ایستل کېدونکي کډوال ورسره مخامخېدای شي. اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG